دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 296302
مرکزي بانک به ۱۵ میلیونه ډالره وپلوري
د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه به د چهارشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړى چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د ساتلو په موخه به د چهارشنبې په ورځ ١٥ ميليونه امريکايي ډالر ليلام ته وړاندې کړي.
 
دغه بانک نن (سه شنبه، د سنبلې ١٣مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو پیسو تبادله کونکو او د پیسو خدماتو مرکزونو څخه وغوښتل چې سبا چهارشنبه د سنبلې ١٣مه په داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل ښار کې د ډالر ارزښت په ٧١ افغانۍ و.
 
د افغانستان مرکزي بانک تر دې مخکې د افغانیو د ساتلو او ثبات په موخه په ملیونونو ډالر په لیلامونو پلورلي دي.
https://avapress.com/vdchv-nii23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته