کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به ۱۵ میلیونه ډالره وپلوري

13 سنبله 1403 ساعت 11:51

د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه به د چهارشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي.


آوا: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړى چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د ساتلو په موخه به د چهارشنبې په ورځ ١٥ ميليونه امريکايي ډالر ليلام ته وړاندې کړي.
 
دغه بانک نن (سه شنبه، د سنبلې ١٣مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو پیسو تبادله کونکو او د پیسو خدماتو مرکزونو څخه وغوښتل چې سبا چهارشنبه د سنبلې ١٣مه په داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل ښار کې د ډالر ارزښت په ٧١ افغانۍ و.
 
د افغانستان مرکزي بانک تر دې مخکې د افغانیو د ساتلو او ثبات په موخه په ملیونونو ډالر په لیلامونو پلورلي دي.


د مطلب کود: 296302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296302/مرکزي-بانک-۱۵-میلیونه-ډالره-وپلوري

آوا
  https://www.avapress.com