دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 296291
د کابل په شپږمه حوزه کې په یوه ترهګریز برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
د کابل د شپږمې حوزې اړوند د قلعه بختیار په سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله د یوې ښځې په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تاییدوي چې نن له غرمې مخکې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې یوه بریدګر خپل چاودېدونکي توکي وچول.
 
هغه زياته کړه، چې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د قلعه بختيار په سيمه کې په ځانمرګي بريد کې د يوې ښځې په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
 
ټپيان روغتون ته وړل شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
 
تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
 
په همدې حال کې سرچینې وايي چې بریدګر د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه. د کابل د پولیسو ویاند د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو په اړه څه ونه ویل.
https://avapress.com/vdceop8wzjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته