دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 296292
په تورخم کې بهرنیانو ته د کار جوازونو د وېش لپاره د یوې ادارې پرانیستل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تورخم کې بهرنیانو ته د کار جوازونو د ویش د یوې ادارې د پرانستلو اعلان وکړ او ویې ویل: د کار جوازونو د ویش د اسانتیا په موخه باید په نورو بندرونو او هوايي ډګرونو کې هم ادارې جوړې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په تورخم ښارګوټي کې بهرنیانو ته د کار جوازونو د ویشلو د یوې ادارې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش اداره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري سرچینو عمومي رئیس او د ننګرهار والي حسین احمد مدني په مشرۍ د یوه پلاوي له خوا پرانیستل شوه.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه وزارت هم ټينګار کړى، چې د لومړي وزير د لارښوونې پر بنسټ او د جوازونو د وېش د اسانتيا په موخه يې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د کاري جوازونو ادارې پرانېستې دي او دغه بهير هم پراخوي.
https://avapress.com/vdcf1vd00w6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته