کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تورخم کې بهرنیانو ته د کار جوازونو د وېش لپاره د یوې ادارې پرانیستل

13 سنبله 1403 ساعت 10:39

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تورخم کې بهرنیانو ته د کار جوازونو د ویش د یوې ادارې د پرانستلو اعلان وکړ او ویې ویل: د کار جوازونو د ویش د اسانتیا په موخه باید په نورو بندرونو او هوايي ډګرونو کې هم ادارې جوړې شي.


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په تورخم ښارګوټي کې بهرنیانو ته د کار جوازونو د ویشلو د یوې ادارې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش اداره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري سرچینو عمومي رئیس او د ننګرهار والي حسین احمد مدني په مشرۍ د یوه پلاوي له خوا پرانیستل شوه.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه وزارت هم ټينګار کړى، چې د لومړي وزير د لارښوونې پر بنسټ او د جوازونو د وېش د اسانتيا په موخه يې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د کاري جوازونو ادارې پرانېستې دي او دغه بهير هم پراخوي.


د مطلب کود: 296292

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296292/په-تورخم-کې-بهرنیانو-ته-د-کار-جوازونو-وېش-لپاره-یوې-ادارې-پرانیستل

آوا
  https://www.avapress.com