دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 296315
په پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د څلور میلیونه افغانیو په لګښت په پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو د دوو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې کړې.
افغان غږ خبری آژانس : د افغانستان د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیا ولایت کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د دوو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
 
دغه وزارت وایي، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو د خرکي او مټي په کلیو کې ۱۵۰ متره اوږد کانالونه او د هغوی محافظوي دیوالونه جوړ شوي دي.
 
د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه د مالیې وزارت له خوا تمویل شوې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا پلې شوې ده.
 
دغې پروژې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
https://avapress.com/vdcb80b5srhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته