کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

13 سنبله 1403 ساعت 14:45

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د څلور میلیونه افغانیو په لګښت په پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو د دوو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې کړې.


آوا : د افغانستان د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیا ولایت کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د دوو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
 
دغه وزارت وایي، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو د خرکي او مټي په کلیو کې ۱۵۰ متره اوږد کانالونه او د هغوی محافظوي دیوالونه جوړ شوي دي.
 
د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه د مالیې وزارت له خوا تمویل شوې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا پلې شوې ده.
 
دغې پروژې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.


د مطلب کود: 296315

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296315/په-پکتیا-ولایت-کې-د-اوبو-لګولو-دوه-کانالونه-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com