دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 296347
د فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزیلند سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن ماسپښین له نیوزیلند سره لوبه کوي، د فوتسال ملي لوبډله تردی مخکي کویټ او د ګواتیمالا پر وړاندې یې بریا خپله کړي وه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بدني روزنې فدراسیون مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د کانټینینټل کپ په سیالیو کې خپله دریمه لوبه له نیوزیلنډ سره وکړي.
 
د دغه فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لوبه د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۴مه د کابل پر وخت د ماسپښین ۲ بجې په تایلنډ کې ترسره کېږي.
 
د فوټسال ملي لوبډلې تېره ورځ په خپله دویمه لوبه کې کویت ته ۳-۴ ماتې ورکړه.
 
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې ګواتیمالا ته ۴-۵ ماتې ورکړه.
https://avapress.com/vdcgt39xuak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته