افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت د لومړي سیاسي مرستیال مفتي نور احمد نور او په کوالالمپور کې د سرپرست حکومت د سفیر نقیب الله احمدي او د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت سربېره له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا، په کابل کې د مالیزیا د سیاسي حضور پر پیل او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په کوالالمپور کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت له مشر سره د ماليزيا د ديني چارو له وزير ډاکټر محمد نعيم مختار سره د ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوستانه اړيکو او ټولو برخو خبرې کړې وې.