کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د مالیزیا د سیاسي حضور پیل، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو تمرکز

18 سنبله 1403 ساعت 10:27

د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ماليزيا له ځانګړي استازي سره د دغه وزارت د لومړي سياسي مرستيال او په ماليزيا کې د افغانستان د سفير د کتنې خبر ورکړ او ويې ويل چې دوى به له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره د اړيکو پر پراختيا او د سولې د پيل په اړه خبرې وکړي. 


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت د لومړي سیاسي مرستیال مفتي نور احمد نور او په کوالالمپور کې د سرپرست حکومت د سفیر نقیب الله احمدي او د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره وکتل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت سربېره له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا، په کابل کې د مالیزیا د سیاسي حضور پر پیل او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. 

د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په کوالالمپور کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت له مشر سره د ماليزيا د ديني چارو له وزير ډاکټر محمد نعيم مختار سره د ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوستانه اړيکو او ټولو برخو خبرې کړې وې. 


د مطلب کود: 296497

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296497/په-کابل-کې-د-مالیزیا-سیاسي-حضور-پیل-دواړو-هېوادونو-چارواکو-ترمنځ-خبرو-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.com