افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت د مالي او اداري معین ملا آغا جان اخند "حاجي سلیم" د لیدنې خبر ورکړی دی.
د مالیې او اداري مرستیال په وینا، د غوث تېپې کانال د هېواد په تاریخ کې یوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او افغانستان به پر ځان بسیا شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د کرنې وزارت د ماليې او ادارې له وزير سره د بلخ ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس، د ستراتيژيکو زېرمو رييس، د کرنې وزارت د جندر د محاسبې رييس ملتيا کوي.
په همدې حال کې د غوشتپې کانال پروژه په ۳ پړاوونو کې جوړېږي چې لومړی پړاو یې بشپړ شوی او د دویم پړاو چارې یې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.
له بلې خوا د کرنې وزارت د پراختیايي پیسو د صندوق په جوړېدو سره هېوادوالو ته د پانګونې یو پلیټ فارم چمتو کړی چې د دغه صندوق په مرسته د غوشتپې پروژې په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.