افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د افغانستان او افغانستان تر منځ د ټاپي، نوري فایبر، ټاپ او د اورګاډي پټلۍ د پروژو د پرانېستې لپاره د لومړۍ چمتووالي غونډه اعلان کړه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا، دغه چمتوالي غونډه د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ د رئیس الوزرا د فرمان پر بنسټ جوړه شوې، جې د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د افغانستان د امنیت، کانونو او پټرولیم، فواید عامې، اطلاعاتو او فرهنګ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د اسلامي امارت د ویاند او برشنا شرکت په ګډون کمیسیون جوړ شوی دی.
دغه راز په دې غونډه کې د فرعي کميټو د چمتووالي راپور واوريدل شو او د مراسمو د لا ښه تطبيق په خاطر لازم تصميمونه ونيول شول.
باید وویل شي، چې په راتلونکو ورځو کې به دغه پروژې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.