آو) - کابل: د دغه وزارت د ویاند په وینا، د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار د نښلولو سړک د پاخه کولو چارې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې دغه سړک د ټولګټو وزارت او د چاريکارو ښاروالۍ په ګډه مرسته د ١١١٥٠ مترو په اوږدوالي او شل متره سور سره جوړ شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې دغه لاره له ٢٠١٨ کال راهيسې د چاريکارو ښار په مرکز کې د "ځمکې لاندې مارکېټ" د جوړېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.