افغان غږ خبری آژانس: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عثماني د افغانستان د چرګانو د اتحادیې له غړو سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې دوی د غوښې، هګیو او چرګانو د تخمونو د تولید او د دې سکتور د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د اتحادیې غړو خپلې ستونزې او اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ له وزیر سره شریکې کړې او ورته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د کرنې او مالدارۍ وزیر د چرګانو د اتحادیې د فعالیتونو د ستاینې په ترڅ کې د چرګانو له سکتور سره د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ او د هغوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
په همدې حال کې په ټول هېواد کې د چرګانو د خصوصي او دولتي فارمونو په پرانېستلو سره یو شمېر ولایتونه له بهر څخه د چرګانو د غوښې واردولو اړتیا له لاسه ورکوي.