کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې او مالدارۍ وزارت: د چرګانو د فارمونو ستونزې حل کوو

18 سنبله 1403 ساعت 10:35

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو د اتحادیې له غړو سره د کرنې او مالدارۍ د وزیر د ناستې خبر ورکوي او وايي، چې د چرګانو له سکتور سره یې د دوامداره مرستو ډاډ ورکړی او د دوی د ستونزو د حل ژمنه یې کړې ده.


آوا: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عثماني د افغانستان د چرګانو د اتحادیې له غړو سره وکتل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې دوی د غوښې، هګیو او چرګانو د تخمونو د تولید او د دې سکتور د پراختیا په اړه خبرې وکړې او د اتحادیې غړو خپلې ستونزې او اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ له وزیر سره شریکې کړې او ورته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه. 

د کرنې او مالدارۍ وزیر د چرګانو د اتحادیې د فعالیتونو د ستاینې په ترڅ کې د چرګانو له سکتور سره د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ او د هغوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

په همدې حال کې په ټول هېواد کې د چرګانو د خصوصي او دولتي فارمونو په پرانېستلو سره یو شمېر ولایتونه له بهر څخه د چرګانو د غوښې واردولو اړتیا له لاسه ورکوي.


د مطلب کود: 296501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296501/د-کرنې-او-مالدارۍ-وزارت-چرګانو-فارمونو-ستونزې-حل-کوو

آوا
  https://www.avapress.com