کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د يو شمېر ملي پروژو د تدارکاتو غونډه جوړه شوه

18 سنبله 1403 ساعت 10:12

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فایبر، ټاپ او د اورګاډي پټلۍ د پروژو د پرانیستې مراسمو ته د چمتووالي لومړۍ غونډه اعلان کړه.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د افغانستان او افغانستان تر منځ د ټاپي، نوري فایبر، ټاپ او د اورګاډي پټلۍ د پروژو د پرانېستې لپاره د لومړۍ چمتووالي غونډه اعلان کړه. 

د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا، دغه چمتوالي غونډه د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ د رئیس الوزرا د فرمان پر بنسټ جوړه شوې، جې د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د افغانستان د امنیت، کانونو او پټرولیم، فواید عامې، اطلاعاتو او فرهنګ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د اسلامي امارت د ویاند او برشنا شرکت په ګډون کمیسیون جوړ شوی دی.

دغه راز په دې غونډه کې د فرعي کميټو د چمتووالي راپور واوريدل شو او د مراسمو د لا ښه تطبيق په خاطر لازم تصميمونه ونيول شول.

باید وویل شي، چې په راتلونکو ورځو کې به دغه پروژې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.


د مطلب کود: 296495

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296495/د-يو-شمېر-ملي-پروژو-تدارکاتو-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com