کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قوشتپې کانال پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان پر ځان بسیا شي

18 سنبله 1403 ساعت 10:33

د کرنې وزارت د مالیې او ادارې وزیر د غوشتپې کانال بند څخه د لیدنې پر مهال دا د هیواد لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې په بشپړیدو سره به یې افغانستان پر ځان بسیا شي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت د مالي او اداري معین ملا آغا جان اخند "حاجي سلیم" د لیدنې خبر ورکړی دی.

د مالیې او اداري مرستیال په وینا، د غوث تېپې کانال د هېواد په تاریخ کې یوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او افغانستان به پر ځان بسیا شي.

د يادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د کرنې وزارت د ماليې او ادارې له وزير سره د بلخ ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس، د ستراتيژيکو زېرمو رييس، د کرنې وزارت د جندر د محاسبې رييس ملتيا کوي. 

په همدې حال کې د غوشتپې کانال پروژه په ۳ پړاوونو کې جوړېږي چې لومړی پړاو یې بشپړ شوی او د دویم پړاو چارې یې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي.

له بلې خوا د کرنې وزارت د پراختیايي پیسو د صندوق په جوړېدو سره هېوادوالو ته د پانګونې یو پلیټ فارم چمتو کړی چې د دغه صندوق په مرسته د غوشتپې پروژې په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.


د مطلب کود: 296499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296499/د-قوشتپې-کانال-پروژې-په-بشپړیدو-سره-افغانستان-پر-ځان-بسیا-شي

آوا
  https://www.avapress.com