کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۰۹۳۹ تنو ته ورسید

18 سنبله 1403 ساعت 10:00

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه حملو څخه تراوسه ۴۰ زره ۹۳۹ کسان شهیدان او ۹۴ زره ۶۱۶ کسان ژوبل شوی دی.


آوا: د دغه وزارت د راپور له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۲ تنه ټپیان شوی دی.

له بلې خوا د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د دوام له امله له پرون راهسې د«النصیرات» او «البرج» په یوازې دوو سیمو کښې ۲۲ کسان شهیدان شوی دی.

اسرائیلي نیواکګرو د غزې تړانګې په شمال کې د بیت لاهیا په ښارګوټي کې د القسام جومات ته څېرمه په کورونو بمباري کړې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۳ تنه ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 296492

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296492/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۰۹۳۹-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com