افغان غږ خبری آژانس - هرات: د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، د صنعت او سوداګرۍ رئیس، د ښاروالۍ د حکومتوالۍ رئیس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس او د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسؤلینو حضور درلود.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي احمدالله متقي وايي، د ټاپي پروژې د پرانيستې مراسم د سيمه ييزو همکاريو لپاره يو فرصت دى.
هغه له ټولو اړوندو بنسټونو وغوښتل، چې په لا همغږۍ سره دې مراسمو ته چمتووالی ونیسي.
له بلې خوا د هرات ښاروالۍ استازی وايي چې د پرانیستې مراسمو ته د ښاري فضا د چمتو کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي او ټول ښاري بنسټونه به په دې برخه کې په همغږۍ کار وکړي.
دغه راز د سوداګرۍ او صنايعو خونې او د صنايعو او کانونو خونې مسوولينو هم د دغې مهمې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې خپل ملاتړ اعلان کړ او د ښار او چوکونو په سينګارولو کې يې د همکارۍ اعلان وکړ.
ټاپي پروژه د هېواد په لوېدیځ کې یوه له مهمو او ستراتیژیکو اقتصادي پروژو څخه ده چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره به د مهمو اقتصادي پرمختګونو لامل شي.