کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳ صهیونیسټان د اردن په سرحد کښې په عملیاتو کښې ووژل شول

18 سنبله 1403 ساعت 13:54

د لویدیځې غاړې په «اردن وادی» سیمه کښې د صهیونیسټانو ضد عملیاتو په نتیجه کښې درې صهیونیسټان ووژل شول.


آوا: د شهاب خبري آژانس خبر ورکړی، چې یو وسله وال کس له لارۍ سره د اردن او لویدیځې غاړې له پولې الکراما ته ننوتلی او په صهیونیسټانو یې ډزې کړي دي.

صهیونیسټي رسنیو لومړی په دغو عملیاتو کښې د دریو صهیونیسټانو د ټپي کیدو خبر ورکړ خو بیا یې په رسمي توګه اعلان وکړ چې دغه درې کسان وژل شوي دي.

دصهیونیسټ رژیم پوځیانو هم د دغه عملیاتو په چلونکی ډزې وکړې او ادعا یې وکړه چې هغه یې شهید کړی دی .

 د دغه راپور له مخې، لومړني معلومات ښیي چې د دغو عملیاتو مشر د اردن له خاورې څخه د غور اردن سیمې ته داخل شوی او دغه عملیات یې ترسره کړي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې د عملياتو مشر د اردن تابعيت لري.

په همدې اړه عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دې عملیاتو کې وژل شوي صهیونیسټان ټول د صهیونیسټي تجاوز سازمان امنیتي او پوځي عناصر دي.

 دغو رسنیو همداراز خبر ورکړی: د اردو ځواکونه شک لری چې په عملیاتو کې کارول شوی موټر بم وچاودید.

د صهیونیسټی پوځی رېډیو هم اعلان وکړ: امنیتی ځواکونه د الکرمه په لاره کښې ټول ګاډی وڅیړی او له چلوونکو څخه یې پوښتنې وکړې.

د العربیه خبریال هم راپور ورکړی دی چې د اسرائیلو پوځ د یرکو ښار په داخلیدو کښې خنډونه رامینځته کړل او د پوځ لوی ملاتړی ځواکونه له اردن سره د شاه حسین د سرحدی پولې ته ورسیدل.

دغه خبريال د اشغالګر پوځ له خولې ليکلي: موږ اوس په دې لټه کې يو، چې د بريد کوونکي په موټر کې نور بمونه نه شته.

د العربیه خبریال هم زیاته کړه: د اسرائیلو پوځ به تر بل خبرتیا پورې د پاچا حسین لاره په بشپړه توګه وتړي. د بله پلوه د اردن د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د برید د پیښې په اړه چې د پاچا حسین پله ته څیرمه رامنځته شوې وه څیړو.

په همدې حال کې رویټرز د اردن د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې: د پاچا حسین پل د اردن له لوري تړل شوی دی. د العربیه خبریال هم تایید کړه: د اردن او لویدیځې غاړې ترمنځ د پاچا حسین پل په بشپړه توګه تړل شوی دی.

د اکتوبر په اوومه (۱۵میزان) د فلسطین د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې د لویدیځې غاړې بیلابیلې سیمې د صهیونیسټانو پرضد د عملیاتو او د صهیونیسټانو د تیریو د زیاتیدو شاهدې دي.


د مطلب کود: 296523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/296523/۳-صهیونیسټان-د-اردن-په-سرحد-کښې-عملیاتو-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com