دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 294549
په کاپيسا کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اته تنه مړه او ټپيان شول
په کاپيسا ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يوې ترافيکي پېښې پنځه تنه وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاپیسا ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې تیره ورځ په سړک کې د یوه فلانکوچ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله درې ښځې او دوه نارینه وژل شوي دي. د دوو ماشومانو په ګډون نور کسان ټپیان شوي دي.

د ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کېږي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو پېښې زياتې شوې دي.
https://avapress.com/vdci55ar3t1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته