دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 294530
د حزب الله د جګپوړي قومندان شهادت تایید شو
د لبنان د النھار ورځپاڼې د راپور له مخې پرون د بیروت کې د صهیونیسټ رژیم لخوا په نښه شوې ودانۍ له خاورو لاندې دوه جسدونه وموندل شول چې یو یې د حزب الله د جګپوړی قوماندان فواد شکر او بل یې یو بل تن دی.
افغان غږ خبری آژانس: لبناني سرچینو اعلان کړی چې د فواد شکر مړی له خاورو لاندي څخه ایستل شوی دی.

د لبنان ورځپاڼې النهار اعلان وکړ چې د حزب الله د قومندان فواد شکر مړی له څو ساعتونو وروسته د یوې ودانۍ له خاورو څخه را ویستل شوی دی.

د مهر خبری آژانس د راپور له مخې النهار ورځپاڼې زیاته کړې ده چې په هری حریک کې د نښه شوې ودانۍ تر خاورو لاندې دوه جسدونه موندل شوی چې یو یې فواد شیکر او بل یې غیر لبنانی دی.

د لبنان حزب الله تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

د یادولو وړ ده چې پرون صهیونیسټ رژیم د لبنان د پلازمینې صهیونیسټی رژیم د حزب الله اړوند یوه ودانۍ په نښه کړه .
https://avapress.com/vdcip5arut1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته