افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شاغلي کرزي شخصي پاڼه ایکس کې راغلي: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژنه په کلکو ټکو غندي.
ښاغلي کرزي زیاته کړه: دا ترهګریز او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل په داسې حال کې ترسره کیږي چې په غزه کې د اوربند د ټینګولو هڅې روانې وې او په سیمه کې یې د جګړې د پای ته رسیدو او د سولې د تحقق لپاره هیلې پیدا کړې وې.
حامد کرزی په داسې حال کې چې د تاوتریخوالی له زیاتیدو څخه په ډډه کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې د فلسطین د خپلواک دولت په رامنځته کیدو سره د سیمې د خلکو د هوساینې او د سوله ایز ژوند غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د سولې د عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ایکس پاڼه کې د اسماعیل هنیه وژنه غندلې ده.
ښاغلي عبدالله وویل: د فلسطین د سیاسي رهبر اسماعیل هنیه وژل چې په دې وروستیو کې د اوربند په خبرو اترو او د سولې په هلو ځلو بوخت وو، یو تروریستي، جنایتکاره او غیر قانوني عمل ګڼلي دي.
هغه د هنیه کورنۍ او د فلسطین خلکو ته هم خپله خواخوږي څرګنده کړه.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، انسانیت د فلسطیني ولس پر وړاندې د اسرائیلو جنایت او ظلمونه نه هېروي.