افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د حیرتان له بندر، د اقینې له بندر، تورغونډۍ او خواف بندر له لارې واردات او صادرات پیل شوي دي. په هرات کې ټولټال (۳۶۵۷۱۴) مټریک ټنه، چې ملکیتونه یې غیر پطرولیم هم شامل دي، ترسره شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ټولیز ټرانسپورټ کې چې یوه برخه یې صادرات دي، د سرطان په میاشت کې یو زره اوه سوه پنځوس ټنه سوداګریز توکي صادر شوي او د صادراتو لویه برخه وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
د فواید عامې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې زرګونه مټریک ټنه توکي د اورګاډي له لارې د هېواد په کچه لېږدول کېږي.