دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 294514
په باميان کې څو جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د باميان امنيه قوماندان وايي، په دغه ولايت کې څه باندې اووه جريبه کرنيزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د افغان غږ خبری آژانس خبری آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلی چې نن چهارشنبه (چهارشنبه، د اسد ۱۰) د امنیه قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولايت په شيبر ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې اووه جريبه کرنيزه ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوه.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو لخوا د کرنیزو ځمکو د پاکولو عملیات د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم روان دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د باميانو ولايت امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د کښت لپاره د سلګونو جريبه ځمکې د له منځه وړلو خبر ورکړى و.
https://avapress.com/vdca6ynuy49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته