دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۱
د مطلب کود : 294461
د پوهنې وزارت لخوا د ښوونځیو "شهادتنامو" الکترونیکي کول
د پوهنې وزارت په هېواد کې د ښوونځیو د زده کوونکو د نتایجو او سندونو د جوړولو د "برېښنايي" بهیر د پیلېدو په اړه ویلي، چې له دې طریقې څخه په استفادې سره د زده کوونکو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو ترڅنګ د جعل او تقلب مخه نیسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د اسلامي زده کړو او ښوونکو د روزنې د پروګرامونو د پایلو او سندونو د سافټویر جوړولو بهیر نن د روان کال د اسد میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شو.
 
د پوهنې وزارت د کیفیت د تأمین مرستیال مولوي عبدالخالق ثابت دغه اقدام د دغه وزارت لویه لاسته راوړنه بولي.
 
هغه وويل، چې د پايلو او سندونو سافټوير جوړول زده کوونکو ته اسانه کوي او دغه راز يې وويل، چې له دې ميتود څخه د جعل کولو مخه هم نيول کېږي.
https://avapress.com/vdcb0ab58rhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته