کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت لخوا د ښوونځیو "شهادتنامو" الکترونیکي کول

10 اسد 1403 ساعت 7:51

د پوهنې وزارت په هېواد کې د ښوونځیو د زده کوونکو د نتایجو او سندونو د جوړولو د "برېښنايي" بهیر د پیلېدو په اړه ویلي، چې له دې طریقې څخه په استفادې سره د زده کوونکو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو ترڅنګ د جعل او تقلب مخه نیسي.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د اسلامي زده کړو او ښوونکو د روزنې د پروګرامونو د پایلو او سندونو د سافټویر جوړولو بهیر نن د روان کال د اسد میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شو.
 
د پوهنې وزارت د کیفیت د تأمین مرستیال مولوي عبدالخالق ثابت دغه اقدام د دغه وزارت لویه لاسته راوړنه بولي.
 
هغه وويل، چې د پايلو او سندونو سافټوير جوړول زده کوونکو ته اسانه کوي او دغه راز يې وويل، چې له دې ميتود څخه د جعل کولو مخه هم نيول کېږي.


د مطلب کود: 294461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294461/د-پوهنې-وزارت-لخوا-ښوونځیو-شهادتنامو-الکترونیکي-کول

آوا
  https://www.avapress.com