افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت یوه جګپوړي غړي انس حقاني نن چهارشنبه (چهارشنبه د اسد ۱۰) په ایکس پاڼه کې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کښې د فلسطین له ملت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او وویل چې د داسې سترو انسانانو شهادت د آزادۍ لاره هواره کړې.
د ده په وينا، قرآن کريم شهادت ته مرګ نه، بلکې ژوند بللى او دا هم د تاريخ حکم دى، چې د داسې سترو مبارزينو شهادت د ازادۍ په نامه يادېږي.
انس حقاني ویلي، چې شهید حنفي په زندان، جلاوطنۍ، سختو مبارزو او د خپلې کورنۍ د ډېرو غړو په شهادت سره د دین او ازادۍ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړ.
د اسلامي امارت دغه جګپوړي غړي زیاته کړه: موږ د هغه قدرمنې کورنۍ، ملګرو او د فلسطین مجاهد ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
انس حقاني په دې سختو ورځو کې د فلسطین مجاهدینو ته د صبر او بریالیتوب هیله وکړه.
له دې مخکې د ایران د اسلامی انقلابی ګارډ قول اردو په یوه بیانیه کښې اعلان کړی وو چې د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر ډاکټر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې په خپل کور کښې په حمله کښې شهیدان شوی دی.
د حماس د اسلامي غورځنګ د مشر اسماعيل هنيه شهادت په نړيواله او كورنۍ كچه پراخ او بې ساري غبرګونونه راپارولي دي.