افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د اسد ۹ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو ښاریانو او موټر چلوونکو غوښتي چې په دې سړکونو د تګ راتګ پر مهال د ترافیکي قوانینو مراعات کړي.
په اعلاميه کې له موټر چلوونکو هم غوښتل شوي چې د دې پروژو په بشپړولو کې له احتياطه کار واخلي څو د ترافيکي پېښو مخه ونيول شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د فوايد عامې وزارت د سالنګ-کابل او کندهار-کابل لويې لارې د پاتې لارو د جوړولو کار پيل کړى دى.