د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې چارې لا هم روانې دي. دغه وزارت له موټر چلوونکو وغوښتل چې د تګ راتګ لپاره دې د لويو لارو له بديل لارو څخه کار واخلي.
د فواید عامې وزارت: د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې چارې روانې دي
9 اسد 1403 ساعت 14:55
د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې چارې لا هم روانې دي. دغه وزارت له موټر چلوونکو وغوښتل چې د تګ راتګ لپاره دې د لويو لارو له بديل لارو څخه کار واخلي.
آوا - کابل: د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د اسد ۹ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو ښاریانو او موټر چلوونکو غوښتي چې په دې سړکونو د تګ راتګ پر مهال د ترافیکي قوانینو مراعات کړي.
په اعلاميه کې له موټر چلوونکو هم غوښتل شوي چې د دې پروژو په بشپړولو کې له احتياطه کار واخلي څو د ترافيکي پېښو مخه ونيول شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د فوايد عامې وزارت د سالنګ-کابل او کندهار-کابل لويې لارې د پاتې لارو د جوړولو کار پيل کړى دى.
د مطلب کود: 294439