دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 294406
له ایران او پاکستان څخه راستانه شویو ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو خبرې اترې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست د پوهنې وزارت له سرپرست سره په دې اړه خبرې کړي، چې څنګه له ایران او پاکستان څخه راستانه شویو زده کوونکو ته د زده کړو د زمینې برابرولو زمینه برابره شي.
افغان غږ خبری آژانس)- کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ولسوالیو کې د ښوونځیو د جوړولو، له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو زده کوونکو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو او نورو ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د ایستلو او راستنېدو بهیر ډېر شوی دی.
https://avapress.com/vdcawynui49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته