کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه راستانه شویو ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو خبرې اترې

9 اسد 1403 ساعت 11:20

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست د پوهنې وزارت له سرپرست سره په دې اړه خبرې کړي، چې څنګه له ایران او پاکستان څخه راستانه شویو زده کوونکو ته د زده کړو د زمینې برابرولو زمینه برابره شي.


آوا)- کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ولسوالیو کې د ښوونځیو د جوړولو، له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو زده کوونکو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو او نورو ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د ایستلو او راستنېدو بهیر ډېر شوی دی.


د مطلب کود: 294406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294406/له-ایران-او-پاکستان-څخه-راستانه-شویو-ماشومانو-ته-د-زده-کړو-زمینې-برابرولو-خبرې-اترې

آوا
  https://www.avapress.com