افغان غږ خبری آژانس: د هرات د امبولانسونو عمومي مدیر محمد ظاهر نورزی وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د یوه سویفټ موټر او مازدا موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې دغه پېښه رامنځته شوه.
د هغه په وينا، دا پېښه د هرات – ادرسکن پر لويه لاره رامنځته شوې، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا په روانه اونۍ کې په هرات کې دوهمه ترافيکي پېښه ده.
تېره اوونۍ د هرات – کرخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې تېز سرعت، له قوانينو نه خبرتيا او د موټر چلوونکو له خوا د چلوونکو له خوا د اصولو نه مراعتول وخت په وخت په هېواد کې د ترافيکي پېښو لامل کېږي.