کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ديوې کورنۍ اووه تنه ووژل شول

9 اسد 1403 ساعت 9:07

د هرات ولایت چارواکي وايي، د هرات – ادرسکن پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.


آوا: د هرات د امبولانسونو عمومي مدیر محمد ظاهر نورزی وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د یوه سویفټ موټر او مازدا موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې دغه پېښه رامنځته شوه. 

د هغه په ​​وينا، دا پېښه د هرات – ادرسکن پر لويه لاره رامنځته شوې، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په روانه اونۍ کې په هرات کې دوهمه ترافيکي پېښه ده.

تېره اوونۍ د هرات – کرخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې تېز سرعت، له قوانينو نه خبرتيا او د موټر چلوونکو له خوا د چلوونکو له خوا د اصولو نه مراعتول وخت په وخت په هېواد کې د ترافيکي پېښو لامل کېږي.


د مطلب کود: 294380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294380/په-هرات-ولايت-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-کورنۍ-اووه-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com