افغان غږ خبری آژانس - کابل: د "اقرا" کتاب د درې ورځني نندارتون پرانیسته نن دوشنبه د اسد په ۸ مه د کابل په نوي ښار کې د چارواکو او فرهنګي فعالانو په حضور کې ترسره شوه.
د کابل ولايت د فرهنګي چارو رييس قاري ولي ګل جواد وويل، چې د دغه نندارتون موخه په هېواد کې د ليک لوست دودول دي.
هغه په هېواد کې د څو لسیزو جګړو پایلو ته په اشارې سره وویل؛ د کتاب لوستلو د فرهنګ د کمښت یو لامل په هېواد کې ناامني ده، چې د کتاب لوستلو فرهنګ یې له منځه وړی دی.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رييس په کابل ولايت کې د زياتو کتابتونونو د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل: د کابل ښاروالۍ د ښار په پاکوالي او زرغونتيا کې ستر رول لري. هغه غواړي چې د ساینس او کلتور د ودې په برخه کې د کابل خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د کتاب لوستلو ته ډېر وخت ورکړي او خپل وخت د کتاب لوستلو او د علومو په زده کړه کې تېر کړي.
ښاغلي جواد د هېوادونو د پرمختګ یوازینۍ لار د ځوانانو او خلکو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ پراختیا وبلله او زیاته یې کړه؛ د ستونزو اساسي حل په هیواد کې د مطالعې د کلتور نړیوال کول دي.
هغه په افغانستان کې د کتاب لوستلو فرهنګ د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ټيټ وباله او ويې ويل چې سرپرست حکومت په دې برخه کې د افغانستان د پياوړتيا لپاره تر خپله وسه هڅه کوي.
په ورته وخت کې د علومو اکاډمۍ مرستیال امیر جان ثاقب کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری وباله او مطالعه یې د نننۍ بشري ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه وګڼله.
هغه د هېواد سترو لیکوالو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: موږ د هغوی ډېر اثار پرېښي چې د بهرنیانو د افکارو پر ځای باید وکارول شي.
د علومو اکاډمۍ مرستيال د ځوانانو په منځ کې د نشه يي توکو د خپراوي پر ځاى د مطالعې د فرهنګ د رامنځته کولو په اړه د سرپرست حکومت د پرېکړې په اړه وويل: د اوسني نظام اراده د لوست په خپرولو او د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې جدي ده.
هغه د کورنیو توکو تولید ته په اشارې سره د علمی تولید پر ځایی کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د هرې ټولنې اصلی ځواک د هغې په علم، فکر او کلتور پورې اړه لری، نو باید له بهرنیو کلتورونو ډډه وکړو او خپل مذهبی او ملی کلتور پراخ کړو.
له بلې خوا د "رنګ او رال" د تولیدي او صنعتي شرکت استازي ښاغلي فیضي د کورنیو توکو په تولید کې د کتاب لوستلو اغېز یو له ګټورو عواملو څخه وبلل او ویې ویل: کله چې د د پوهې او پوهاوي کچه لوړه شي، د کورنیو تولیداتو د تولید په برخه کې وړتیا به خامخا لوړه شي."
هغه له هېوادوالو وغوښتل چې له کورنيو توليداتو څخه ملاتړ وکړي او د کورنيو توکو د توليد د ودې لپاره له دغو نښو څخه کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او همکارۍ په ټول هېواد کې ګڼ نندارتونونه جوړ شوي دي.