افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن دوشنبه (د اسد ۸مه) «اوچا» یو ځل بیا د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بشری وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
په دغه راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې ټولټال ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر شدت هم په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هره ورځ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د زرګونو افغان کډوالو د راستنېدو او شړلو خبر ورکوي.