دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 294346
په ننګرهار کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د یوه ټراکټور او مازدا موټر د ټکر له امله پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوه ټراکټور له مازدا موټر سره د ټکر له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا، دغه پېښه نن د وږي په ٩مه، نن سهار شاوخوا ١١ بجې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د حلقوي سړک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو له عمده عواملو څخه دي.
https://avapress.com/vdcdoo0x9yt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته