کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول

8 اسد 1403 ساعت 14:21

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د یوه ټراکټور او مازدا موټر د ټکر له امله پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.


آوا - کابل: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوه ټراکټور له مازدا موټر سره د ټکر له امله پنځه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا، دغه پېښه نن د وږي په ٩مه، نن سهار شاوخوا ١١ بجې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د حلقوي سړک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو له عمده عواملو څخه دي.


د مطلب کود: 294346

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294346/په-ننګرهار-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-پنځه-تنه-ووژل-شول-او-څلور-نور-ټپيان

آوا
  https://www.avapress.com