دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 294357
په بغلان کې اته نوي تاریخي سیمې کشف شوې
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لرغونپوهانو د پلټنو په ترڅ کې د کلاګانو او غونډیو په ګډون اته نوي تاریخي اثار موندل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا دغه اته تاریخي اثار د دغه ولایت په برکه، نهرین، ده صلاح، پل حصار، بغلان مرکزي او دهنه غوري سیمو کې د لرغونپوهانو د پلټنو په ترڅ کې کشف شوي.

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي وايي، چې د دغو کشف شويو سيمو عمر د باختر او کوشان امپراتوريو ته ځي.

باید وویل شي چې افغانستان د تاریخي ځایونو له پلوه یو له بډایه هیوادونو څخه دی.
https://avapress.com/vdcftjd0ew6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته