کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې اته نوي تاریخي سیمې کشف شوې

8 اسد 1403 ساعت 15:14

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لرغونپوهانو د پلټنو په ترڅ کې د کلاګانو او غونډیو په ګډون اته نوي تاریخي اثار موندل شوي دي.


آوا - کابل: د چارواکو په وینا دغه اته تاریخي اثار د دغه ولایت په برکه، نهرین، ده صلاح، پل حصار، بغلان مرکزي او دهنه غوري سیمو کې د لرغونپوهانو د پلټنو په ترڅ کې کشف شوي.

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي وايي، چې د دغو کشف شويو سيمو عمر د باختر او کوشان امپراتوريو ته ځي.

باید وویل شي چې افغانستان د تاریخي ځایونو له پلوه یو له بډایه هیوادونو څخه دی.


د مطلب کود: 294357

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294357/په-بغلان-کې-اته-نوي-تاریخي-سیمې-کشف-شوې

آوا
  https://www.avapress.com