په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو د بهیر په دوام سره په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی.
له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنیدو د بهیر په دوام سره په افغانستان کې د بشري ناورین شدت
8 اسد 1403 ساعت 15:15
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو د بهیر په دوام سره په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی.
آوا - کابل: نن دوشنبه (د اسد ۸مه) «اوچا» یو ځل بیا د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بشری وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
په دغه راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې ټولټال ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر شدت هم په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هره ورځ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د زرګونو افغان کډوالو د راستنېدو او شړلو خبر ورکوي.
د مطلب کود: 294358