دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 294381
ایران د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته طبي وسایل ورکړل
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۱۵ زره ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د ۱۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو مرسته اعلان کړه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې یو مایکروسکوپ، مایکرو لیب، I کروم II ماشین، UPS، د اړتیا وړ لابراتوار توکي او د مسالې ذخیره کولو ماشین شامل دي، چې د خاتم الانبیاء د شکرې ناروغۍ د درملنې مرکز ته ورکړل شول.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې طبي وسایلو په مرسته به په دغه مرکز کې د شکرې ناروغانو د تشخیص زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له کلونو راهیسې له افغانستان سره یو له مرسته کوونکو څخه دی.
https://avapress.com/vdcc40qis2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته