د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۱۵ زره ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه.
ایران د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته طبي وسایل ورکړل
9 اسد 1403 ساعت 9:09
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۱۵ زره ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د ۱۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او تجهیزاتو مرسته اعلان کړه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې یو مایکروسکوپ، مایکرو لیب، I کروم II ماشین، UPS، د اړتیا وړ لابراتوار توکي او د مسالې ذخیره کولو ماشین شامل دي، چې د خاتم الانبیاء د شکرې ناروغۍ د درملنې مرکز ته ورکړل شول.
د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې طبي وسایلو په مرسته به په دغه مرکز کې د شکرې ناروغانو د تشخیص زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له کلونو راهیسې له افغانستان سره یو له مرسته کوونکو څخه دی.
د مطلب کود: 294381