افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان په دغو هېوادونو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د بیړنی اقدام غوښتنه کړې ده.
په جنوبي اسیا کې د یونیسف سیمه ییز مشر په دغو هېوادونو کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمن شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
ادارې په ټوله سیمه کې د ماشومانو لپاره د بیړني چمتووالي د ملاتړ لپاره د 9.3 ملیون ډالرو غوښتنه کړې.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي او د افغانستان ماشومان هم له دغو سېلابونو ځپلي دي.