د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، سختو بارانونو او سیلابونو په افغانستان، بنګله دېش، هند، نیپال او پاکستان کې د څه باندې شپږ میلیونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا په هیوادونو کې د سیلابونو له امله د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی
9 اسد 1403 ساعت 11:19
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، سختو بارانونو او سیلابونو په افغانستان، بنګله دېش، هند، نیپال او پاکستان کې د څه باندې شپږ میلیونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
آوا - کابل: دغه سازمان په دغو هېوادونو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د بیړنی اقدام غوښتنه کړې ده.
په جنوبي اسیا کې د یونیسف سیمه ییز مشر په دغو هېوادونو کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمن شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
ادارې په ټوله سیمه کې د ماشومانو لپاره د بیړني چمتووالي د ملاتړ لپاره د 9.3 ملیون ډالرو غوښتنه کړې.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي او د افغانستان ماشومان هم له دغو سېلابونو ځپلي دي.
د مطلب کود: 294405