دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 294417
قزاقستان افغانستان او پاکستان ته غنم صادروي
د قزاقستان رسنۍ وايي، هېواد یې په پام کې لري چې د ترکمنستان له لارې افغانستان او پاکستان ته غنم صادر کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: راپورونه وايي، چې قزاقستان افغانستان او پاکستان ته د غنمو د صادرولو په اړه غور کوي.

پاکستاني رسنیو د قزاقستان د رسنیو په حواله ویلي چې ټاکل شوې دغه غنم د ترکمنستان له لارې افغانستان او پاکستان ته صادر شي.

رپوټ زیاتوي چې قزاقستان پلان لري چې له ترکمنستان سره د هېواد پولو ته څېرمه غنم ذخیره کړي او د دغې لارې سړکونه بیا ورغوي.

راپور زیاتوي چې تیره اونۍ د اسلامي امارت، قزاقستان او ترکمنستان پلاوي د ترکمنستان او قزاقستان په پولو کې د منګیستو سیمې څخه چې هلته د غنمو ستر ګودامونه شتون لري، لیدنه وکړه.

اسلامي امارت تر اوسه له قزاقستان څخه د غنمو د واردولو د پلان په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdccs0qim2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته