د قزاقستان رسنۍ وايي، هېواد یې په پام کې لري چې د ترکمنستان له لارې افغانستان او پاکستان ته غنم صادر کړي.
قزاقستان افغانستان او پاکستان ته غنم صادروي
9 اسد 1403 ساعت 13:05
د قزاقستان رسنۍ وايي، هېواد یې په پام کې لري چې د ترکمنستان له لارې افغانستان او پاکستان ته غنم صادر کړي.
آوا - کابل: راپورونه وايي، چې قزاقستان افغانستان او پاکستان ته د غنمو د صادرولو په اړه غور کوي.
پاکستاني رسنیو د قزاقستان د رسنیو په حواله ویلي چې ټاکل شوې دغه غنم د ترکمنستان له لارې افغانستان او پاکستان ته صادر شي.
رپوټ زیاتوي چې قزاقستان پلان لري چې له ترکمنستان سره د هېواد پولو ته څېرمه غنم ذخیره کړي او د دغې لارې سړکونه بیا ورغوي.
راپور زیاتوي چې تیره اونۍ د اسلامي امارت، قزاقستان او ترکمنستان پلاوي د ترکمنستان او قزاقستان په پولو کې د منګیستو سیمې څخه چې هلته د غنمو ستر ګودامونه شتون لري، لیدنه وکړه.
اسلامي امارت تر اوسه له قزاقستان څخه د غنمو د واردولو د پلان په اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 294417