دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 294392
په کندز کې د بادامو حاصلات ۱۰ سلنه لوړ شوي
د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیات شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، تېر کال د کندز له باغونو څخه ۸۴۶۵ ټنه بادام ترلاسه شوي دي.

دوی وايي، سږ کال دغه شمېره ۹۳۱۱ ټنو ته لوړه شوې ده.

په کندز کې بڼوال د بادامو د حاصلاتو له زیاتوالي څخه خوښ دي، خو له اسلامي امارت غواړي چې د دوی د بادامو په نړیوالو بازارونو کې بازار موندنه وکړي.

بايد وويل شي، چې د کندوز بادام په ښه کيفيت سره د افغانستان په بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.
https://avapress.com/vdceoe8wwjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته