کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د بادامو حاصلات ۱۰ سلنه لوړ شوي

9 اسد 1403 ساعت 9:27

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیات شوي دي.


آوا - کابل: د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، تېر کال د کندز له باغونو څخه ۸۴۶۵ ټنه بادام ترلاسه شوي دي.

دوی وايي، سږ کال دغه شمېره ۹۳۱۱ ټنو ته لوړه شوې ده.

په کندز کې بڼوال د بادامو د حاصلاتو له زیاتوالي څخه خوښ دي، خو له اسلامي امارت غواړي چې د دوی د بادامو په نړیوالو بازارونو کې بازار موندنه وکړي.

بايد وويل شي، چې د کندوز بادام په ښه کيفيت سره د افغانستان په بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.


د مطلب کود: 294392

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/294392/په-کندز-کې-د-بادامو-حاصلات-۱۰-سلنه-لوړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com