افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۹ زره ۳۶۳ او د زخمیانو شمیر ۹۰ زره ۹۲۳ ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۹ کسان شهیدان او ۹۳ نور ژوبل شول.
په همدې حال کې د غزې د پوهنې وزارت په یوه راپور کې اعلان کړی چې تر اوسه شاوخوا لس زره زده کوونکي شهیدان شوي دي.